افغانستانخبرونه

طالبانو په کاپیسا کې د عبدالله عبدالله پخوانی سلاکار نیولی دی

کابل ټيليګراف (سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په کاپيسا کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو د تېر جمهوري حکومت پرمهال د عبدالله عبدالله مخکینی سلاکار ډاکټر غلام دستګیر صدیقي او د هغه زوی نیولي دي.

سرچینې زیاته کړېچې صدیقي او زوی یې تېره اوونۍ د دغه ولایت د کوهستان د دویمې حصې ولسوالۍ اړوند کاریزي کلي کې نیول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې ډاکټر غلام دستګیر په کاپیسا کې د طالبانو د عامې روغتیا په ریاست کې هم دنده درلوده.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې هم یاده پېښه تائید کړې او زیاته کړې یې ده، چې ډاکتر غلام دستګیر صدیقي او د هغه زوی له مقاومت جبهې سره د اړېکو په تور طالبانو نیولي دي.

طالبانو هم تر اوسه په دې تړاو څه ویلي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره اوونۍ په کابل کې د طالبانو استخباراتو د عبدالله عبدالله یو مخکېنی ساتونکی مجیب او د هغه ورور نجم الدین نیولي وو.