افغانستانخبرونه

فراه کې راستنېدونکو کډوالو لپاره  ۱۰۸ کورونه جوړیږي  

کابل ټيليګراف (سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په هراه کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایې چې په دغه ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د «الغرافه» موسسې له لوري د ۱۰۸ کورونو او یوه جومات د جوړولو چارې پيل شوې.

د یاد ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو کورونو پر جوړېد ۶۰۰ زره امریکایي ډالره لګښت راځي چې د یادې موسسې له لوري ورکول کیږي.

په همدې حال کې فراه ته له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي افغان کډوالو د یادې پروژو له پيل هرکلی کوي او وایې، د طالبانو حکومت دې له دوی سره په کړو ژمنو عمل وکړي.