خبرونهنړۍ

په ترکیې کې د اورلګېدو له امله نږدې ۱۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټيليګراف (سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د ترکیې په یوه خوړنځای یا هوټل کې د اورلګیدنې له امله ۷۶ تنه مړه او ۵۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه اور تیره ورځ د ترکیې هېواد د بولو ولایت په کارتالا قایا تفریحي سیمه کې په یوه خوړنځای کې لګیدلی وو.

د یاد هېواد چارواکو نن په ټوله ترکیه کې ملي ماتم اعلان کړی او ویلي، چې اور په بشپړ ډول مړ شوی او د لس ورځو په ترڅ کې به د اور د لګیدو څرنګوالی معلوم کړي .