افغانستانخبرونه

طالبانو د ننګرهار او کونړ پوهنتونونو درې نور استادان هم له دندو ګوښه کړل

کابل ټيليګراف (سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

طالبانو په وروستیو کې د سلفي او وهابي په نومونو په پښتون میشتو سیمو کې د پوهنتونونو استادانو د ګوښه کېدو لړۍ پیل کېدو په دوام تازه د کونړ او ننګرهار پوهنتونونو څخه درې استادان له دندو ګوښه کړي.

د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې؛ ګوښه شويو استادانو د شرعیاتو پوهنځيو اړوند وو، چې تازه د سلفي توب په نوم له دندو ګوښه شوي.

طالبانو وروستیو کې خوست کې د شیخ زاید پوهنتون څخه ۱۷ استادان له دندو ګوښه کړي وو.