خبرونهنړۍ

ټرمپ رسماٌ د امریکا په پوځ کې د نرښځیانو دندې وځنډولې

کابل ټيليګراف (د سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بایډن دورې هغه قانون لغوه کړ چې د دغه هيواد په اردو کې د جنس پرستانو له خدمت کولو منع کوي.

د امریکايي رسنیو د معلوماتو له مخې دا مهال د امریکا په پوځ کې له ۹۰۰۰ څخه تر ۱۴۰۰۰ پورې نرښځیان برخه لري.

د چهارشنبه په ورځ ، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټرانس جنس خلکو په اړه د بایډن دورې اجراییوي فرمان لغوه کړ او د دغه هېواد په پوځ کې د نرښځیانو په دندو بندیز ولګاوه.

ټرمپ د کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې په امریکا کې به یواځې دوه جنسیتونه له دې وروسته دندې او زده کړې ترسره کړي.

له بلې خوا د ټرمپ ادارې له راتګ سره سم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په سفارتونو کې د پرایډ او بلیک لیوز میټر د بیرغونو په پورته کولو بندیز ولګاوه.

سربیره پردې ، د ټرمپ ادارې د متحده ایالاتو د ساحل ساتونکې کمانډنټ اډمیرل لینډا فګن هم له دندې ګوښه کړه.

هغه لومړنۍ ښځه وه چې د متحده ایالاتو د ساحل ساتونکي د مشرۍ په توګه یې دنده درلوده.