کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی چې د سالنګ لویه لاره چې له تېرې شپې راهیسې تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.
د یاد وزارت لپاره طالب ویاند محمداشرف حقشناس ټينګار وکړ، چې اوس پر دې لارې یوازې کوچنیو موټرو ته د تګراتګ اجازه ورکړې شوې او د لارې تر بشپړې پاکېدو وروسته به لوی او باروړونکي موټرو ته د تګ اجازه ورکړي.
نوموړی له موټرچلوونکو غواړي چې د تګراتګ پر مهال اړوند وسایل او توکي له ځان سره ولري او د سالنګ لویې لارې مسوولانو لارښوونو او سپارښتنو ته پام وکړي.
د سالنګ لویه لاره پلازمېنه کابل د هېواد له نهو شمالي ولایتونو سره نښلوي او له اقتصادي اړخه مهمه او حیاتي لاره بلل کېږي.