خبرونهنړۍ

د عمران خان ګوند د پاکستان له حکومت سره د مذاکراتو نه کولو اعلان وکړ

کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند اعلان وکړ، چې د دغه هېواد له حکومت سره نور مذاکرات نه کوي او پیل شوي مذاکراتو وخت هم پای ته ورسید.

د دغه ګوند ټاکل شوي مشر ګوهر د اډیاله بند خونې څېرمه رسنیو سره خبرو کې دغه اعلان وکړ.

هغه وايي چې د تحریک انصاف بنسټګرو د خبرو اترو د ختمولو پرېکړه کړې ده.

تحریک انصاف ګوند وايي، حکومت باید د دوی سره د خبرو لپاره د اوه ورځو په اوږدو کې کمیسون جوړی وو، خو یاده چاره یې ترسره نکړه.

د یادونې وړده، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان له تیرو نږدې دوه کالونو راهیسې په زندان کې دی.