خبرونهنړۍ

د ایټالیا لومړۍ وزیره سعودي عربستان ته سفر کوي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د ایټالیا هېواد لومړۍ وزیره جورجیا میلوني به راتلونکې یکشنبه سعودي عربستان ته سفر وکړي.

د عربي رسنیو د خبر له مخې؛ سعودي عربستان ته په لومړني سفر کې به جورجيا میلوني د دغه هېواد له وليعهد شهزاده بن سلمان سره لیده کاته وکړي.

د دغه لیدنې پر مهال به دواړه لورې د ایټالیا او سعودي عربستان ترمنځ د ګډو همکاریو پر دوام او نویو فرصتونو رامنځته کولو خبر ې اترې وکړي.

د عربي ميډيا له مخې د دواړو هېوادونو ترمېنځه نېږدې اړيكې له ۱۹۳۲م كال راهيسې پیل شوي.

ايټاليا له لومړيو هېوادونو څخه و چې له سعودي عربستان سره يې سفارتي اړيكې ټينګې كړې.

ايټاليا په جده کې هم خپله قونسلګري پرانيستې او په ۱۹۳۳ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ تړون لاسليک شوی.