افغانستانخبرونه

په سرپل ولایت کې د وز‌لوبې سیالي پيل شوې

کابل ټيليګراف (سلواغې ۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ادارې مسوولان وایي، په سرپل ولایت کې د وز‌لوبې دودیزه سیالي پيل شوي چې دوه ورځې به دوام وکړي.

د یادې ادارې لپاره د طالبانو عمومي رییس رییس احمدالله وثیق ویلي، چې وزلوبه د افغانستان تاریخي او دودیزې سیالۍ ده او دوی یې د پرمختګ او بډاینې لپاره هڅې کوي.

په همدې حال کې د یادو سیالیو ګډونوال د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د دوي ملاتړ وکړي، څو دغه ولایت ته لاسته‌راوړني راوړي.

په سرپل کې د نورو لوبو ترڅنګ د وزلوبې دودیزې سیالي هم ترسره کېږي چې لیدو ته یې د دغه ولایت په ګډون د هېواد له بېلابېلو ولایتونو هم نندارچیان راځي.