افغانستانخبرونه

 پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو پر زده کړو د بندیز د لرې کېدو غوښتنه کړې

کابل ټيليګراف (سلواغې ۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د زده کړو نړيوالې ورځې په مناسبت يو ځل بيا د افغان نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانيستلو غوښتنه کړې.

کرزي پر خپله اېکس پاڼه په ټینګار سره ویلي، چې د نجونو پر زده کړو د بندیزو لغوه کول کولای شي افغانستان بېرته د نړیوالې ټولنې برخه وګرځوي.

هغه د نجونو زده کړې مهمې بللي او او زیاته کړې یې ده چې، زده کړې د ټولنې د هوساينې او ښېرازۍ لپاره حياتي دي.

 د جنوري ۲۴ په ټوله نړۍ کې زده کړو ته د ارزښت ورکولو لپاره، د زده کړو نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کيږي.

خو د طالبانو مشر ملا هبت الله د امر ثاني په نوم د افغان نجونو پر وړاندې ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.

طالبانو د خپلې تېرې درې کلنې واکمنۍ پرمهال پر نجونو او ښځو له نورو محدودیتونونو سره سره دوی له زده کړو منع کړي، چې په کور دننه او بهر یې د طالبانو پر وړاندې توند غبرګونونه راپارولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندېد جزا نړيوالې محکمې د افغان نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو د تړلو او له کار څخه د مېرمنو د بندولو له وجې، د ملا هبت الله او د طالبانو د حکومت د سترې محکمې پر قاضي القضات عبدالحکيم حقاني د نيولو حکم صادر کړ.