افغانستانخبرونه

خوست کې د درملنې پر مهال له ښوونکو د فیس نه اخیستلو پرېکړه شوې

کابل ټيليګراف (سلواغې ۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

خوست کې روغتیا پالو تازه پرېکړه کړې، چې په دې ولایت کې به د درملنې پر مهال د خصوصي او دولتي ښوونځیو استادانو څخه فیس نه اخلي.

د دغه ولایت د ډاکټرانو اتحادیې مشر عبدالحکیم ځدران وایي، دغه پرېکړه یې د ښوونکو د اقتصادي لاسنیوي او ټولنې ته د دوی د خدمتونو د درناوي په موخه کړې.

هغه وویل، ياده پرېکړه به په مرکز او ټولو ولسواليو کې پلې کېږي.

د ده په وینا، خوست کې له ۴۰۰ ډېر ډاکټران شته چې د ښوونکو فيس په معافيت کې ونډه لري او هڅه کوي ښوونکو ته د درملنې نورو برخو کې هم د وړيا خدماتو زمينه برابره کړي.

له دې سره، خوست کې یوشمېر ښوونکي بيا ياده پرېکړه غوره اقدام بولي او وايي، د ښوونکو د ژوند ښه کېدو لپاره بايد لا ډېرې هڅې وشي.