کابل ټيليګراف (سلواغې ۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان حکومت د افغان نجونو او هلکانو لپاره ۴۵۰۰ تعلیمي بورسونه یا سکالرشېپونه اعلان کړي چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو په ګډون ورته د پاکستان په ځینو ښارونو کې هم له افغانانو څخه ازموینې اخیستل کېږي.
نږدې ۲۱زره هلکانو او څه باندې پنځه زره افغان نجونو څخه د پاکستان بېلابېلو پوهنتونونو ته د لار موندنې لپاره د ازموینو دغه لړۍ به د (سلواغې ۸مې) نېټې پورې به دوام وکړي.
پاکستان اعلان کړی، چې په افغانستان کې طالبانو ورسره منلې، چې افغان نجونو ته په دې شرط پاکستان کې د زده کړو اجازه ورکوي، چې ورسره د ملګرتیا لپاره د دوی یوه نارینه ته هم پاکستان کې د استوګنې ویزې ورکړل شي.
د طالبانو دغه اقدام د پخواني حکومت د یو شمېر چارواکو او د طالب پلوه کسانو د سختو نیوکو لامل ګرځیدلې.
دوی ویلي، چې په افغانستان کې د افغان نجونو لپاره تعلیم حرام او په پاکستان کې د همدې نجونو لپاره جواز لري.
د جمهوري نظام پر مهال د خوست والي حلیم فدایي په وینا؛ د طالبانو له لوري پاکستان ته د زده کړو لپاره د نجونو لېږل په دې معنا ده چې ګوندې د زده کړو په شمول د افغانستان ټولې چارې د یاد هېواد له لوري مدیریت کېږي.
هغه د پوښتنې په ډول ویلي «دا کوم غیرت او کوم شریعت دی چې پاکستان ته د نجونو په تګ بندیز نه شته؛ خو په خپل هېواد کې ان مشروطه اجازه هم نه ورکوي؟».
فدایي زیاته کړې چې دا د افغانانو لپاره خورا تاریخي شرم دی چې نجونې یې د پنجاب په ښوونځیو کې د پنجابي استادانو له لوري روزل کېږي.
د طالبانو د خواله رسنیو یو فعال مبین خان د پاکستان تعلیمي بورسونو ته د افغان نجونو لېږل ځانته پېغور ګڼي.
هغه د طالبانو مشر ته په شارې سره وايي، چې د افغان نجونو برخلیک د هغه خلکو په لاس کې ورکړی چې ټول عمر یې د افغانانو د لوټ کیدو شېبې شمارلي دي.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو پر دغه پرېکړه د شرم احساس کوي.