
کابل ټيليګراف (سلواغې ۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په کابل کې ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د امریکا تر ملاتړ لاندې د ۴۵ موسسو فعالیتونه ځنډول شوي دي.
تراوسه د یادو موسسو نومونه نه دي په ډاګه شوي خو د سرچینې په وینا دغو موسسو د روغتیا او بشري مرستو په برخو کې فعالیت کاوه.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د تړل شویو موسساتو فعالیتونه د درېیو میاشتو لپاره ځنډول شوي او کار کوونکي یې کورونو ته رخصت شوي دي.
له دې وړاندې هم د هیواد په ځينو ولایتونو کې طالبانو د ګڼ شمیر موسسو فعالیتونه د بېلابېلو بهانو پر اساس ځنډولي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرایوي فرمان صادر کړی چې له مخې یې د امریکا بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره ځنډول شوې دي.