افغانستانخبرونه

طالبانو په ننګرهار کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دورو ووهل

کابل ټيليګراف (سلواغې ۹مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د طالبانو تر کنترول لاندې سترې محکمې خبر ورکړی چې د ننګرهار ولایت په کوز کونړ (ښېوې) ولسوالۍ کې د زنا په جرم یوه ښځه او دوه نارینه په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

یادې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کوز کونړ ولسوالۍ کې د عامو کسانو مخکې پر هغو درېیو کسانو شرعي حدود جاري شول چې څه موده وړاندې د زنا په تور نیول شوي وو.

خبرپاڼه زیاتوي په نیول شویو کې یو ښځه او دوه نارینه د زنا په تور  ۳۹ دورې ووهل شول او ترڅنګ یو نارینه په درې نيم کاله، ښځه په دوو کالونو بند او بل هغه نارینه په یو نیم کال بند هم محکوم شول.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر  د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د حد او قصاص جاري کولو پر وړاندې غبرګون ښودلی او له طالبانو څخه یې غوښتي چې قصاص او د خلکو په دُرو وهلو سزاوې دې ودروي.

خو طالبان ټینګار کوي چې د حد او قصاص جاري کول د الله حکم دی.