افغانستانخبرونه

 د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې «عامه کتابتون» پرانېستل شو

کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په هلمند کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د یو عامه کتابتون د پرانېستل کېدو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو رییس حافظ عبدالباري راشد وایې، یاد عامه کتابتون د هلمند په ګرشک ولسوالي کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري جوړ شوی، چې په کې د بېلابېلو برخو شاوخوا ۳۰۰۰ کتابونه موجود دي.

هغه تمه لري د یاد کتابتون پرانېستل به د ځوانانو د زده‌کړو او مطالعې په وده کې  مهم رول ولوبوي او دغه راز د دې کتابتون له لارې به ځوان نسل علمي وده وکړي او د مطالعې سره به لازیاته لېوالتیا پیدا کړي.