افغانستانخبرونه

په پکتیا کې د ټولنې د څېړنې او پراختیا سازمان خپل فعالیت ځنډولی

کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په پکتیا کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې د امریکا له لوري پر افغانستان د مالي مرستو له بندېدو وروسته، په دغه ولایت کې د ټولنې د څېړنې او پراختیا سازمان (ORCD) خپل فعالیت درولی دی.

سرچینې زیاته کړې چې دغه سازمان په پکتیا کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFP) په مالي مرسته فعالیت کاوه او دغه راز میندو او ماشومانو ته یې روغتیايي خدمتونه وړاندې کول.

د سرچینې په خبره د یاد سازمان د فعالیت په ځنډېدو سره زرګونه کورنۍ له روغتیایي خدماتو بې برخې شوي او کارکوونکي یې بې روزګاره شوي دي.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې بیا ویلي چې د ټولنې د څیړنې او پراختیا سازمان لا څو ورځې وړاندې خپلو کارکوونکو ته خبر ورکړی و، چې د بودجې د کمښت له امله په دغه ولایت کې خپل فعالیتونه دروي.

د مالوماتو له مخې پر افغانستان د امریکا د مالي مرستو په بندېدو سره په دغه هیواد کې نږدې ۵۰ موسساتو خپل فعالیتونه ځنډولي دي.