افغانستانخبرونه

د طالبانو استخباراتو په کابل کې یو بل دیني عالم نیولی

کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په کابل کې ځایي سرچینو ویلي چې د طالبانو استخباراتو یو دیني عالم مولوي عبدالعزیز شجاع چې د طالبانو له لوري یې له زده کړو څخه د نجونو پر محرومیت یې نیوکه کړې وه، په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د طالبانو استخباراتو نوموړی له خپل کور څخه بیولی او د دوو ورځو په تېرېدو لا کور ته نه دی ستون شوی.

سرچینه د دغه ديني عالم د نيولو لامل د طالبانو له لوري له زده کړو څخه د افغان نجونو او ښځو پر محروميت نيوکه کول ګڼي.

هغه ویډیو چې په خواله رسنیو کې خپره شوې په کې لیدل کیږي چې دیني عالم مولوي عبدالعزیز شجاع پر طالبانو د نیوکې په ډول وایې، چې د قرآن کریم ایاتونه یوازې د نارینه وو لپاره نه دي او خدای یوازې نارینه ته نه دي ویلي چې علم زده کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو استخباراتو په ورته مهال د مولوي عبدالقادر قانت او مولوي محمود حسن په نومونو دوه نور دیني عالمان هم نيولي دي.