خبرونهنړۍ

غزې ته ۵ سوه زره فلسطینیان بېرته ستانه شوي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د را پورونو له مخې؛ په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د غزې ښار او د دې تړانګې شمالي سیمو ته ۵ سوه زره  فلسطینیان بېرته ستانه شوي دي.

د غزې په تړانګه کې د فلسطیني ادارې د اطلاعاتو دفتر وایي،  په تیرو ۷۲ ساعتونو کې څه دپاسه نیم میلیون فلسطینیان د غزې تړانګې له جنوبي او مرکزي سیمو څخه غزې ښار او د غزې تړانګې شمالي سیمو ته ستانه شوي دي. .

هغه زیاتوي، غزې ته د استول شویو خیمو شمیر د کډوالو اړتیاوې نه پوره کوي او د دغه تړانګې شمال ته د کډوالو له ستنیدو وروسته د بشردوستانه مرستو دوام ته اړتیا ده.