![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/01/5823710950702826542_121-1024x666-1.jpg)
کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د را پورونو له مخې؛ په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د غزې ښار او د دې تړانګې شمالي سیمو ته ۵ سوه زره فلسطینیان بېرته ستانه شوي دي.
د غزې په تړانګه کې د فلسطیني ادارې د اطلاعاتو دفتر وایي، په تیرو ۷۲ ساعتونو کې څه دپاسه نیم میلیون فلسطینیان د غزې تړانګې له جنوبي او مرکزي سیمو څخه غزې ښار او د غزې تړانګې شمالي سیمو ته ستانه شوي دي. .
هغه زیاتوي، غزې ته د استول شویو خیمو شمیر د کډوالو اړتیاوې نه پوره کوي او د دغه تړانګې شمال ته د کډوالو له ستنیدو وروسته د بشردوستانه مرستو دوام ته اړتیا ده.