خبرونهنړۍ

د قرانکریم بې حرمتي کوونکی عراق الاصله سویډني وژل شوی

کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د سلوان مومیکا په نوم اته دیرش کلن کس چې عراق الاصله سویډني تابعیت لري او څو ځله یې د قران کریم بې حرمتي کړې وه، تېره شپه پخپله کور کې وژل شوی دی.

د را پورونو له مخې؛ هغه سویډن هېواد کې په یوه اپارتمان کې استوګن وو، چې په ژوندۍ بڼه د ټیک ټاک خپرونې وړاندې کولو پر مهال تېره شپه په ډزو وژل شوی دی.

تر اوسه د هغه د وژنې کس معلوم شوی ندی او نه یې هم کوم چا پړه پر غاړه اخیستې.