![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/01/لوړو-زده-کړو-وزارت۲.jpeg)
کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له خصوصي پوهنتونونو غوښتي چې د دې ادارې تر څارنې لاندې باید استادان وګمارل شي.
دغه وزارت په یوه رسمي مکتوب کې خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې استخدام شوي استادان باید تر دقیقې ټاکنې لاندې راشي.
تر دې وړاندې د بېلابېلو ولایتونو په دولتي پوهنتونونو کې د دیني مدارسو د یو شمېر استادانو د ګومارلو راپورونه ورکړل شوي وو.
په تېرو درې نیمو کلونو کې چې د افغانستان په حکومت کې بدلون راغلی، د پوهنتونونو زرګونه استادان خپلې دندې پرېښي او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.