![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/PS20252112-720x470-1.png)
کابل ټيليګراف (سلواغه 14مه– ۱۴۰۳ لمريز)
چارواکي وایي، د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټې کې د رنګ جوړولو یوه فابریکه په ورځني ډول ۵۰ ټنه رنګ تولیدوي.
د یادې فابریکې مسؤلین وایي، په دغه کار خونه کې ورسره ۴ سوه کسان په کور بوخت دي، چې په اویا ډولونو کې د ورځې شاوخوا ۵۰ ټنه رنګ تولیدوي.
په یاد ولایت کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت ریاست هم وایي، په دغه ولایت کې د رنګ د تولید ۵ کارخونې لري او دغه ولایت په یاده برخه کې په بشپړ ډول په ځآن بسیا دی.
د یادونې وړده، چې په ټول افغانستان کې د رنګ د تولید شاوخوا اویا کارخونې فعاله دي.