![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/Farid-Hamidi.jpg)
کابل ټيليګراف (سلواغه 14مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د افغانستان د جمهوري نظام پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې طالبانو په افغانستان کې پراخ فساد، ظلم، شکنجې او زور زیاتی جاري ساتلی.
هغه زیاته کړې، طالبانو د بشري حقونو څخه پراخه سرغړونې، په قضایي او امنیتي ادارو کې فساد کولو، د بندیانو په سېسټماټیکې شکنجې ورکولو ته دوام ورکړی دی.
نوموړی وایي، طالبانو د مدني فعالانو، لیکوالانو، استادانو، دیني عالمانو، خبریالانو او د بشر حقونو فعالانو د نیولو لړۍ ته دوام ورکړی او دوی په ناقانونه توګه تر نیول کېدو وروسته د طالبانو د استخباراتو په زندانانو کې تر ټولو سخت شکنجه کیږي.
هغه ټینګار کوي، چې عدالت غوښتنه جرم نه دی؛ بلکې یو انساني مسوولیت دی چې باید ترسره شي.
نوموړي ویلي، چې د طالبانو قاضیان، څارنوالان او امنیتي کسان د عدالت د پلي کولو پر ځای په پټو معاملو او د خلکو د حقونو په سیستماتیک نقض کې ښکېل دي.
حمیدي د بندیانو د جنسي ځورونې او رواني شکنجو په غبرګون کې ویلي، چې دا د ظالمانه سیاستونو یوه برخه ده.
نوموړی ټینګار کوي، چې بندیان په سختو شرایطو کې ساتل کېږي او ډېری یې له خپل نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
د هغه په وینا، دغه کړنې د یو ظالمانه او غیرانساني امنیتي او استخباراتي رژیم ښکارندویي کوي.
حمیدي د واکمنې ډلې دغه تګلاره د تاریخ له مستبدو واکمنانو او فرعوني رژیمونو سره پرتله کړې ده.