افغانستانخبرونه

هرات کې د رنګ جوړولو یوه کارخونه په ورځني ډول ۵۰ ټنه تولید لري

کابل ټيليګراف (سلواغه 14مه– ۱۴۰۳ لمريز)

چارواکي وایي، د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټې کې د رنګ جوړولو یوه فابریکه په ورځني ډول ۵۰ ټنه رنګ تولیدوي.

د یادې فابریکې مسؤلین وایي، په دغه کار خونه کې ورسره ۴ سوه کسان په کور بوخت دي، چې په اویا ډولونو کې د ورځې شاوخوا ۵۰ ټنه رنګ تولیدوي.

په یاد ولایت کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت ریاست هم وایي، په دغه ولایت کې د رنګ د تولید ۵ کارخونې لري او دغه ولایت په یاده برخه کې په بشپړ ډول په ځآن بسیا دی.

د یادونې وړده، چې په ټول افغانستان کې د رنګ د تولید شاوخوا اویا کارخونې فعاله دي.