افغانستانخبرونه

ننګرهارکې یو کس ځآن وژنه او یو بل د خپل پلار لخوا وژل شوي دي

کابل ټيليګراف (سلواغه 1۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د ننگرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځآن وژنه کړې، دغه راز د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې یو بل ځوان د خپل پلار لخوا وژل شوی دی.

سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: د نصرت په نوم دغه ځوان د شینوارو ولسوالۍ اوسیدونکی وو، چې تازه یې صرافۍ ته مخه کړې وه، خو د طالبانو له لورې یې د مالیې نه ورکړې له امله صرافي ور تړل شوې وه، چې د اقتصادي ستونزو له امله یې ځآن وژلی.

بلخوا یوې بلې سرچینې ویلي، چې د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې دوه ورځې وړاندې یو پلار خپل ۱۴ کلن زوی زندۍ کړی او وژلی یې دی.

دغه پېښه د اچین ولسوالۍ پېښې سیمه کې رامنځته شوې ده.

په ورته وخت کې د جلال اباد ښار په انګور باغ سیمه کې پرون د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.