![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/4c92bccb1d20512kths_800C450.jpg)
کابل ټيليګراف (سلواغه 1۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې له ازبکستان سره یې د ۴.۵ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک کړې ده.
نوموړي وزارت پرون په یوې خبرپاڼې کې لیکلي چې دا هوکړه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ لاسلیک شوې ده.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان خصوصي سکټور له پلاوي سره هم لیدلي دي.
عزیزي وړاندیز کړی چې د دواړو هېوادونو له کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره دې لږ تر لږه په کال کې پنځه نندارتونونه جوړ شي.
د خبرپاڼې په حواله، دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې سوداګریزې خونې پر جوړولو هم خبرې کړې دي.