خبرونهنړۍ

احمد الشرع نن د ترکیې ولسمشر سره ګوري

کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د سعودي عربستان له سفر وروسته د سوریې مؤقت ولسمشر احمدالشرع نن  د ترکیې په انقره کې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردغان سره ګوري.

ټاکل شوې، دغه لیدنه نن د ترکیې په وخت له غرمې وورسته ترسره شي.

ترکیه چې د سوریه سره  شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري، یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې د بشارالاسد حکومت په نسکوریدو کې د تحریرالشام ډلې سره پوره ملاتړ درلود.