خبرونهنړۍ

اوکراین د روسیې د ۳۷ بې پیلوټه الوتکو د ویشتلو ادعا کړې

کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د اوکراین پوځ وایي، تېره شپه روسیې ۶۵ ډورن الوتکې د دوی په خاوره ور پورته کړې وې، چې له یاد شمېر څخه یې ۳۷ ووېشتې او پاتې نورې د خپلو هدفونو په ویشتلو کې پاتې راغلې.

د یاد هېواد د پوځ لخوا د خپرې شوې اعلامیې په اړه تر اوسه روسیي چارواکو څه ندي ویلي، خو دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د اوکراین ولسمشر د روسیې سره د امریکا د سولې پلان رد کړ.

د روسیې ولسمشر ویلي، که اروپا او امریکا له اوکراین سره مرستې ونکړي، ژر به دغه جګړه پای ته ورسوي.