افغانستانخبرونه

پکتیا کې د جنایي پېښو زیاتوالی؛ تېرو ۷ میاشتو کې ۶۱۲ تنه نیول شوي

کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

طالب چارواکي وایي، په وروستیو کې اووه میاشت کې په پکتیا ولایت کې ۲۹۰ بېلا بېلې جنایي پېښې شوي، چې په تړاو یې ۶۱۲ تنه نیول شوي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، دغه پېښه د پکتیا په ۱۴ ولسوالیو کې شوي دي، چې په کې د قتل، غلا، شکنجه‌کولو، تښـتونې، انساني قاچاق، ضرررسونې، ناروا اړیکو، فریب او د عامه نظم ګډوډلو پېښې شاملې دي.

د معلوماتو له مخې، په ياده موده کې دوه کسان له هېواده بهر د تاريخي اثارو قاچاق په تور هم نيول شوي دي.