افغانستانخبرونه

سمنګان کې د ډبرو سکرو کان د نړیدو پېښه کې دوه تنه مړه شوي

کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د سمنګان ولایت دره صوف ولسوالۍ په شاقول سیمه کې د ډبرو کان د نړیدو پښه کې دوه کارګران مړه شوي دي.

دغه پېښه چې تېره ورځ رامنځته شوې، سیمه ییزو طالبانو هم تائید کړې ده.

تر دې وړاندې د سمنګان په دره صوف ولسوالۍ کې یو شمېر کارګران د ډبرو سکرو د کان د نړېدو له امله تر کنډوالو لاندې بند پاتې وو، خو څه موده وروسته وژغورل شول.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د کانونو غیر معیاري کیندنې کله ناکله د خلکو ژوند اخلي.