افغانستانخبرونه

یو ۲۴ کلن افغان په اسلام اباد کې ځآن وژنه کړې

کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د پاکستان اسلام اباد ښار پېښور مور سیمه کې یو ۲۴ کلن افغان چې په کاناډا کې د بیا مېشته کېدو په تمه وو، ځآن وژنه یې کړې.

سرچینو ویلي، دغه کس زمری نومیږي او تېره شپه یې د پېښور مور په سیمه کې په یوه میلمستون کې ځآن ځړولی، چې مړ جسد یې موندل شوی دی.

دغه سرچینه وایي، کاناډا ته د یاد کس د تګ پروسه روانه وه، خو د زیات ځنډ له امله یې د مایوسئ وروسته یاده ځآن وژنه کړې.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارو تړل، د کډوالو د نېولو زیاتوالی، او د ویزو د تمديد لوړ لګښت د کډوالو ژوند ستونزمن کړى دى.