کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې یوې مور په یو ځل شپږ اولادونه زیږولي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ یادې مور د باک ولسوالۍ اړوند د بې پولې ډاکټرانو په روغتون کې په یو ځل درې نارینه او درې نجونې زیږولي، چې له شپږو ماشومانو یې یوه نجلۍ او یو هلک مړه شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د پاتې څلور ماشومانو او د هغوی د مور روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې هم یوې مور څلور اولادونه زیږولي وو، خو دا لومړی ځل دی چې یوه میرمن په افغانستان کې شپږ اولادونه زیږوي.