( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز )
د یوې سروې حیرانوونکې پایلو ښودلې چې نوی نسل له اسرائیلي محصولاتو څخه کرکه کوي.
د ساحوي تحقیقاتو او د یوې سروې پایلې ښیي چې د اسرائیلو لخوا جوړ شوي محصولات، د نړۍ د مصرفوونکو په منځ کې ډېر ټیټ مقام لري.
د اسرائیلو ګلوبس ویب پاڼې اعتراف کړی چې د دغه هېواد د کورني سوداګریزو برنډونو په ډلبندۍ کې وروستی ځای لري.
د دغه را پور له مخې؛ په تېرو میاشتو کې په ۲۰ هېوادونو کې د ۴۰ زره کسانو په منځ کې یوه سروې د سوداګریزو برنډونو د پیاوړتیا د شپږو شاخصونه لکه: سیاست، کلتور، خلکو، صادراتو، کډوالۍ او ګرځندوی په تړاو ترسره شوې ده.
د المیادین د راپور له مخې، د څېړنو پایلې ښيي چې نوی نسل په بشپړه توګه له اسرائیلو سره مخالف دی او په ټولو برخو کې دې رژیم ته ترټولو کم امتیاز ورکوي.
په دې راپور کې راغلي چې د صهیونیسټي رژیم د محصولاتو پر وړاندې یو عملي بندیز شتون لري، چې د دې لامل شو د تل ابیب صادرات له ستر ګواښ سره مخ شي، هغه محصولات چې د اشغال شویو سیمو نښان ولري، خلک ترې کرکه کوي.
د اسرائیلي برنډونو د شرکت بنسټګر موتي شرف چې په نړیواله کچه د دې برنډونو د تبلیغ لپاره هڅه کوي اعتراف کړی چې، په غزه کې د جنګ له پیله د صهیونیسټي رژیم سوداګریز نښانونه له ناوړه وضعیت سره مخ دي.