خبرونهنړۍ

ټرمپ هڅه کوي، چې د غزې ملکیت د امریکا برخه وګرځوي

( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز )

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د غزې ملکیت دې امریکا ته ورکړل شي، ترڅو اباده یې کړې.

هغه دغه څرګندوې پرون  د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو سره مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وکړې.

اټکل کیږي، چې د ټرمپ دغه څرګندونې به په منځني ختیځ کې د سولې خبرې زیانمنې او  یو ځل بیا جګړې ته لاره هواره کړي.

په منځني ختیځ کې د امریکا متحدانو، مصر او اردن دا نظر رد کړی او ټرمپ ته یې خبرداری ورکړی چې له غزې څخه د فلسطینیانو بېځایه کول به د منځني ختیځ ثبات زیانمن کړي.

دا کړکېچ به نور هم پراخ او په سیمه کې د دوو دولتونو د رامنځ ته کولو د پلان لپاره د امریکا او نورو متحدانو د کلونو هڅې به بې نتیجې پاتې شي.