( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز )
د فاریاب ولایت په شیرین تګاب او المار ولسوالیو کې په دوه جلا پېښو کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ د شرین تګاب ولسوالۍ کې یو تن چې د تیلو ټانک خاوند وو، د ناڅرګنده کسانو په ډزو کې وژل شوی دی، دغه راز په المار ولسوالۍ کې به یو بل تن د دوو کورنیو د شخړې له امله وژل شوی او ورور یې ټپی دی.
د یادو پېښو په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.