![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/Screenshot-2025-02-06-102023.jpg)
( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز )
د (طالب لیکس) په نوم د هېکرانو يوې نا معلومه ډلې دعوه کړې چې د طالبانو د حکومت د ۲۱ وزارتونو او لویو ریاستونو ویبپاڼې يې هېک کړي او هغوی ګڼ محرم او نور اسناد يې افشاء کړي دي.
دغې ډلې ويلي چې د طالبانو د بهرنيو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعاتو او کولتور، مخابراتو، کانونو، د امر بالمعروف، او سترې محکمې ګڼ اسناد يې افشاء کړي دي.
دغه اسناد د طالب لیکس په نوم د دغې هېکرې ډلې پر ویبپاڼه هم خپاره شوي دي.
دغې هېکرې ډلې د خپل هویت په تړاو هم څه نه دي ويلي او ترڅنګ يې تر اوسه د طالبانو د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې هم مسولیت نه دی منلی.