![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/GjB9bvUXoAAwEw_-1.jpeg)
( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز )
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مشر روزونکي مجید مرتضایي قرارداد د یو بل کال لپاره وغځول شو.
مرتضایي پرون په کابل کې د افغانستان د فوټسال فدراسیون په غونډه کې خپل یو کلن تړون لاسلیک کړ.
نوموړي په خپل خبري کنفرانس کې د راتلونکي کال لپاره د فوټسال ملي لوبډلې تخنيکي پلانونو په اعلان سره ویلي، موخه يې دا ده چې د افغانستان فوټسال په آسيا او نړۍ کې څو درجې لوړې کړي.
د هېواد د فوټبال فدراسیون مشر محمد یوسف کارګر هم ویلي چې د مجید مرتضایي د قرارداد تمدید یوه محاسبه شوې پرېکړه وه او په وروستیو کلونو کې د هغه له کړنو د رضایت پایله ده.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې، د خپل ایراني روزونکي تر لارښوونې لاندې تاریخي بریا خپله کړې وه او توانېدلی وو چې د لومړي ځل لپاره د دوه زره څلرویشتم کال د فوټسال نړیوال جام ته لاره پیدا کړي.