![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/GjB9bvUXoAAwEw_.jpeg)
( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز )
د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت د هرات د انجیل او ګذرې ولسوالیو ته له نور الجهاد سب سټیشن څخه د شل کیلو ولټ مزي د نښلولو خبر ورکړی دی.
د برښنا د عمومي مشر مولوي عبدالباري عمر په وینا، د دې مزي په نښلولو سره به، د یادو سیمو پنځه ویشت زره پیرودونکي له کافي برېښنا څخه برخمن شي.
هغه همدارنګه ویلي چې ډېر ژر به په هرات ولایت کې د لمریزې، باد او اوبو برښنا د تولید څو سترې پروژې پیل شي.
د طالبانو د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور مشر احمدالله متقي هم د دې مزي د نښلولو په مراسمو کې، په هرات کې د ټاپي پروژې، پاشدان بند، د رېل پټلۍ او د هرات – غور سړک په ګډون د لويو پروژو يادونه وکړه او هيله يې څرګنده کړې چې دغه پروژې به وکولای شي د دغه ولايت په اقتصاد کې مثبت بدلون راولي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د برښنا ډېره برخه له ګاونډیو هېوادونو څخه واردېږي او ښاریان تل په بېلابېلو موسمونو کې د برښنا له کمښت څخه شکایت کوي.