![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/GjB9bvUXoAAwEw_-2.jpeg)
( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز )
طالبانو نیمروز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دویم ځل لپاره د کمال خان بند د درېیم فاز پرانیسته وکړه.
د معلوماتو له مخې، طالبانو د کمال خان بند اقتصادي اهمیت ته په اشارې سره ویلي چې د دې بند په پرانېستلو سره به، په هېواد کې د وچکالۍ کچه راټیټه شي. دوی زیاته کړې، طالبان د افغانستان د اوبو مدیریت ته ژمن دی او د اوبو د زیرمو تنظیم، د بندونو جوړولو او د انرژۍ پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.
کمال خان بند په هرات کې د سلما بند او د فراه د بخش آباد بند تر څنګ، د هېواد په لوېديځ کې د اوبو له سترو بندونو څخه دى چې د نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار سویل ته په ٩٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري.
دغه بند لومړی ځل د هغه د درېیم فاز له بشپړېدو وروسته، د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري میاشتې په څلورمه نېټه د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د مرستیالانو له خوا پرانیستل شو او طالبانو د دویم ځل لپاره د هغې د پرانیستې مراسم ترسره کړل.
د دغه بند د جوړولو چارې لومړی ځل په ۱۳۴۵ لمریز کال کې پیل شوې وې، خو سیاسي بدلونونو او جګړو د هغه د کار د دوام او بشپړېدو مخه نیولې وه.
دغه بند د دوه پنځوس ميليونه متر مکعب اوبو د زيرمه کولو او د شپږ ميګاواټه بريښنا د توليدولو ظرفيت لري او يو سلو څلور اویا زره هکتاره کرنيزه ځمکه به خړوبه کړي.
طالبان په داسې حال کې د دغه بند د پرانیستې او د هېواد د اوبو د مديريت په تړاو خبرې کوي، چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې له خپلو ګاونډيانو سره د افغانستان د اوبو له زېرمو څخه د هغوی د حقونو د نه پوره کېدو په اړه ډېرې شخړې روانې دي. د بېلا بېلو بندونو د جوړولو تر څنګ، د هېواد په شمال کې د قوش تېپې کانال د جوړېدو پروژه هم، د منځنۍ آسيا د يو شمېر هېوادونو د اوبو د بهیر خرابېدو او خپلو هېوادونو ته د رسېدو د مخنيوي په تړاو، د اندېښنې لامل شوې وه.