راپورونه

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز )

پر افغان کډوالو د فشارونو په زیاتېدو او د دوی د ایستلو لپاره د پاکستان د حکومت له خوا له نوي پلان سره سم، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د پاکستان د حکومت له خوا پر افغان کډولو د فشارونو له زیاتېدو سره سم، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان، د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره، د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د ډله ایز ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغو دوو بنسټونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د دغه پلان د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه  د نور وضاحت ترڅنګ، د پلي کېدو پر مهال یې، د بشري حقونو معیارونه هم په پام کې ونیسي.

په تېرو څو ورځو کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، له دغه هېواده د شاوخوا درې میلیونه افغان کډوالو د ویستلو لپاره، د څو پړاوه پلانونو خبر ورکړ. هغه پلان چې قانوني پناه غوښتونکي او د اوسېدنې اسناد لرونکي کډوال، بې اسناده کډوال او هغه کسان پکې شامل دي چې په نورو هېوادونو کې د بیا مېشتېدنې په تمه دي.

د دغه پلان له مخې، باید ټول افغان کډوال له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه ځانګړو کمپونو ته ولېږدول شي او په تدریجي ډول د پاکستان حکومت به هغوی افغانستان ته ولېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې، که امریکا او لوېدیځ هېوادونه له پاکستانه هغه افغانان چې په بل هېواد کې د اوسېدو بهیر ته منتظر دي، ونه لېږدوي، دوی به وایستل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ملاتړ سازمان له اسلام اباده غوښتي چې د قانوني کډوالو او هغو کډوالو لپاره چې د پاکستان د حکومت له خوا د کډوالۍ د نړیوال دفتر په همکارۍ د افغان تابعیت کارتونه ویشل شوي دي، پر مناسبو لارو چارو غور وکړي.

په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو د پاکستان فشارونه په داسې حال کې زیات شوي چې ډېری یې په درېیمو هېوادونو کې د پناه اخیستو په تمه دي. په ورته وخت کې، د ډونالډ ټرمپ له لوړې او د دغه هېواد د کډوالۍ د پروګرامونو له ځنډېدو سره، یو زیات شمېر افغانان د بې برخلیکۍ په حالت کې دي.