![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/Capture-7.jpg)
( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز )
برتانیې د ډیپلوماټیکو اړیکو له ترینګلتیا وروسته یو روسي دیپلومات له خپل هېواده شړلی دی.
د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دا اقدام یې د روسیې له خوا د برتانوي ډیپلوماټ د شړلو په غبرګون کې کړی دی.
برتانوي رسنۍ وايي، روسیې د جاسوسۍ په تور برتانوي ډیپلوماټ ته له هېواده د وتلو امر کړی وو.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير وايي، د ملي امنيت د خونديتوب په برخه کې به هيڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.
هغه زیاته کړه، که روسیه زموږ پر ضد اقدام وکړي، موږ به یې هم ځواب ووایو.
د يادونې وړ ده، چې روسيې د تېر کال په نومبر مياشت کې د جاسوسۍ په تور د برتانوي ډيپلوماټ حيثيت ختم کړ.