خبرونهنړۍ

له غزې د فلسطینیانو وېستل په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو هڅه ده

( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز )

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، له غزې څخه د فلسطینیانو ویستل او د امریکا له خوا د دې سیمې د ملکیت د ترلاسه کولو په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونې ټکان ورکوونکې دي او دا کار به په منځني خیتځ کې تاوتریخوالی لاپسې زیات کړي.

د امریکا ولسمشر د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼې کې د اسراییلو له صداعظم بنیامین نتنیاهو سره په یوه ګډ خبري کنفراس کې ویلي و، “دغزې ملکیت دې امریکا ته ورکړل شي څو اباده يې کړي”.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروو ویلي،” د ټکان ورکوونکو څرګندونکو او تخریبي اقداماتو پر ځای دې، د غزې له اړمنو خلکو سره بشري مرستې وشي او د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند پلي کیدل تضمین شي”.

له غزې د فلسطینیانو د وتلو او امریکا ته د دې سمیې د سپارلو په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونو پراخ غبرګونونه راپاولي دي.

د فلسطینیانو په ګډون یو شمیر هېوادونو ویلي، له غزې د اصلي اوسیدنکو ویستل يې قومي تعصب دی.