افغانستانخبرونه

میدان وردګو ولایت کې د اوسپنې د ویلې کولو فابریکه جوړیږي

( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز )

یو هندي پانګوال په میدان وردګو ولایت کې د شاوخوا ۲ سوه میلیونه ډالرو په پانګونې سره د اوسپنې د ویلې کولو فابریکه جوړوي، چې زرګونو کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

د لوکېش کمار په نوم دغه هندي پانګوال ویلي، په جوړېدونکې فابریکه کې به خامه اوسپنه په نړیوالو معیارونو برابره پروسس شي، چې په ورځني ډول به ۱۲.۵ ټنه تولید ولري.