خبرونهنړۍ

په امریکا کې ۴۰ زره فدرالي کارکوونکو د استعفا  پرېکړه کړې

( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز )

په امریکا کې د ټرمپ د ادارې له خوا د فدرالي کارکوونکو د جبري استعفا وروستۍ ورځ ده

د امریکايي رسنیو په وینا د ټرمپ د حکومت د وړاندیز په منلو سره تر ۴۰ زرو زیاتو  فدرالي کارکوونکو د استعفا پرېکړه کړې ده.

د بهرنیو خبري اژانسونو په وینا، د هغو کارمندانو شمیر چې حکومتي وړاندیزونه مني، د متحده ایالاتو د فدرالي حکومت د دوه میلیونه او درې سوه زرو کارمندانو څخه ۴ سلنه برخه جوړوي.

د امریکايي رسنیو په وینا د ولسمشر ټرمپ د ادارې لخوا د فدرالي حکومت کارکوونکو ته په استول شوي برېښنالیک کې د دندې پرېښودو په بدل کې د ۸ میاشتو معاش وړاندیز شوی دی.

د راپور له مخې، په بریښنالیک کې ویل شوي چې د رضاکارانه استعفا په بدل کې د 8 میاشتو معاش وړاندیز د فبروري تر 6 پورې دی.

امریکايي رسنۍ وايي، د ټرمپ اداره اټکل کوي چې ښايي ۱۰ سلنه فدرالي کارکوونکي د حکومت دغه وړاندیز ومني، چې له مخې به یې حکومت شاوخوا ۱۰۰ میلیارده ډالره سپما کړي.