افغانستانخبرونه

تېر کال له افغانستانه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴،۳ میلیون مټریک ټنه انتقالات شوي

( کابل ټيليګراف (سلواغې شلمه – ۱۴۰۳ لمريز )

د طالبانو ټولګټو وزارت وايي، د تېر زېږدیز کال په اوږدو کې د افغانستان د څلورو بندرونو اوسپنې پټلیو له لارې د ۴،۳ میلیون مټریک ټنه توکو انتقالات شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پژواک وایي، د تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال له پیله تر پایه د افغانستان د څلورو بندرونو (حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف – هرات) اوسپنې پټلیو له لارې ۴،۳ میلیون مټریک ټنه د توکو انتقالات شوي دي.

دی وايي، له یاد شمېر انتقالاتو ۴،۲ میلیون مټریک ټنه وارداتي توکي او څه باندې ۹۲ زره مټریک ټنه صادراتي توکي دي.

هغه زیاته کړه، په یاد موده کې د حیرتان بندر له لارې ۳،۴ میلیون مټریک ټنه، د اقینې بندر له لارې ۳۸۶ زره مټریک ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۶۵ زره مټریک ټنه او د خواف  – هرات له لارې ۲۲ زره ټنه د توکو انتقالات شوي دي.

دی زیاتوي، له ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، چین، روسیې او بلاروس څخه افغانستان ته واردات شوي چې په دې وارداتي توکو کې خوراکي توکي، تېل او ګاز شامل دي.

د هغه په وینا، له افغانستانه ایران، ترکمنستان، ازبکستان، ترکیې او روسیې ته صادرات شوي او په دې صادراتي توکو کې د انارو جوس او معدني ډبرې شامل دي.