افغانستانخبرونه

د پاکستان له زندانونو ۴۲ افغانان را خوشې شول

( کابل ټيليګراف (سلواغې شلمه – ۱۴۰۳ لمريز )

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۴۲ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او خپل هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت لیکلي چې یاد شمېر افغانانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د روانې سلواغې میاشتې پر ۱۸ مه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د یادونې ده چې دغه کسان د پاکستان په اسلام‌اباد ښار کې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي وو.

دا په داسې حال ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو پېښې ډېرې شوې دي.