![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/vlcsnap-2025-02-08-21h54m04s695.png)
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې تېر زیږیز کال یې د ۲۰ مېلیون ډالرو په ارزښت طبي بوټي له هېواده بهر ته صادر کړي دي.
اینجې، شیرینبویه، زیره او سیاهدانه د افغانستان له هغو طبي نباتاتو دي، چې هند، امریکا، اوکراین، متحده عربي اماراتو، کاناډا، پاکستان، جاپان او ترکمنستان ته صادر شوي دي.
اینجې، شیرینبویه، زیره او سیاهدانه د افغانستان له هغو طبي نباتاتو دي، چې هند، امریکا، اوکراین، متحده عربي اماراتو، کاناډا، پاکستان، جاپان او ترکمنستان ته صادر شوي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده ویلي، د ۲۰۲۴ کال په لړ کې د ۲۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان ۱۵ زره او ۲۰۰ ټه طبي بوټي هند، متحده عربي اماراتو، پاکستان، ترکیې، قرغیزستان، ایران، چین، امریکا، کاناډا، جاپان، اوکراین، روسیې او ځينو نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.