![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/farah.jpeg)
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د فره ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه، تېر ماښام د پشتکوه ولسوالۍ اړوند د شيخ ابو نصر فراهي بندر په سیمه کې د دوو فیلډر موټرو د ټکر له امله شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه کې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان دي.