افغانستانخبرونه

خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ روغه جوړه وشوه

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

خوست کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو دښمني حل او ترمنځ یې سوله وشوه.

دوی شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې سره په دښمنۍ اوښتي وو.

په دغه موده کې دغه راز یو تن هم وژل شوی و چې تېره ورځ یې دښمني بېرته په دوستۍ بدله شوه.

طالبان تر دې مخکې هم ویلي و چې د هېواد په کچه یې سلګونه لویې او وړې دښمنۍ حل کړي دي.