![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/R.jpg)
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګونو لویه لار له تېرې شپې راهېسې د واورو د ورښت او طوفان له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د سالنګونو لویه لاره د واورې د اورښت، طوفان، د لید ساحې د محدودیت او د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه، تېره شپه په ۷:۱۰ دقيقو د دغه وزارت لخوا تر بلې خبرتیا پورې د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پرمخ موقتا وتړل شوه.
هغه لیکلي، هڅې روانې دي ترڅو دغه لار بېرته خلاصه شي.